د کابل – کندهار لويې لارې د ۴ برخو د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کابل – کندهار لويې لارې د ۴ برخو د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت تېرکال د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پيل کړي وې، چې دا مهال په ۴ برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادې لویې لارې اړوند د ارغندۍ – دراني بازار د ۲۷ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار چې د ټولګټو وزارت او انس یاسر او عصمتي زاده خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دامهال یې د دریو طبقو د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی.

له دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د  ۱۷.۹۶۱ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د بلد تیک سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د دوو طبقو د اسفالټ چارې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له زرني سیمې څخه تر سیدآباد ولسوالۍ پورې د ۱۷.۶۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مایار زماني او محمدولي انصاري خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د اسفالټ چارې په دوو طبقو کې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له سیدآباد ولسوالۍ څخه ترعزیز کلا سیمې پورې د ۳۷.۶۷۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مهاجر آشنا، باختر پروان او صراط بصیرت خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دا مهال یې د لومړۍ طبقې اسفالټ چارې بشپړې شوي دي؛ د دوهمې طبقې د اسفالت چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې او وروستۍ طبقه به یې هم په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د یادې لویې لارې د یوشمېر نورو برخو کار هم په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لويې لارې د اساسي بيارغونې چارې د خلکو او موټر چلوونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه راپيل کړې وې، چې له نیکه مرغه دامهال د دې مهمې لويې لارې د يوې برخې د بيارغونې کار بشپړ شوی دی.

د ربیع الثاني ۲۷مه، ۱۴۴۶ د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کار بازسازی سرک بندر شیخ ابونصر فراهی به طول ۶۴ کیلومتر آغاز شد

کار بازسازی  سرک میل ۷۸ (ابونصر فراهی) ولایت فراه به طول ۶۴ کیلومتر، از سوی جمهوری اسلامی ایران در همآهنگی با وزارت فواید عامه ا.ا.ا، روزگذشته با حضور محترم ملا محمد حافظ مجاهد، والی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

کار ترمیم فرش سرک شاهراه بادغیس – هرات به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم فرش سرک و ساخت دیوارهای استنادی شاهراه بادغیس – هرات، از ساحه قلعه‌نو - بازار لامان ولایت بادغیس را به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه با معاون والی لوگر دیدار کرد

محترم الحاج مولوی محمد اسماعیل غزنوی، معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم مولوی انعام الله صلاح الدین، معاون والی ولایت لوگر در دفتر کاری خود دیدار نمود و پیرامون. . .

BACK TO NEWS