د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې بندرونه له لارې افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان او ازبکستان سره وصلوي او د کورني او سیمه‌ییز ترانزیت، سوداګرۍ او د مسافرو د تګ راتګ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د سالنګونو لویې لارې د رغونې چارې په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې پیل شوې او په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د تونل او اړوندو تاسیساتو کارونه بشپړ شول. د دې لارې په جوړېدو سره د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ واټن شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره را لنډ شو، چې دا د ترانسپورټ او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

سره له دې چې یاده لویه لار په تېرو کلونو کې څو ځله بیا رغول شوې وه، خو د رغونې ټیټ کیفیت او د دوامدارې ساتنې او څارنې نشتون د دې لامل شو، چې سړک تخریب شي او د تګ راتګ پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.

د همدې ستونزو د هواري په موخه، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اقتصادي تګلارې سره سم د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد په میاشت کې د شمالي سالنګ، سویلي سالنګ او دوشي–خنجان په برخو کې پیل کړې. د دې پروژې مالي لګښت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي فرمان له مخې د ټول پلازا له عوایدو څخه تمویلېږي.

د یاد سړک کانکریټي چارې په درېیو طبقو کې ترسره شوې، چې ټولیز ضخامت یې ۸۵ اعشاریه ۵ سانتي مترو ته رسېږي. همداراز، د کانکریټ پر وروستۍ طبقه د اسفالټ محافظتي لایه اچول شوې، څو د سړک د تخریب او تخریش مخه ونیول شي.

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یادې لویې لارې د بیا رغونې له چارو څخه وخت پر وخت لیدنه کړې او اړوندو تخنیکي ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته یې د کار د لوړ کیفیت، چټکتیا او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

په ورته وخت کې، د سالنګونو لویې لارې د دوشي–خنجان برخې د لومړي لاټ لس کیلومتره سړک د اسفالټ چارې هم  بشپړې شوې دي. دا مهال د ټولګټو وزارت له لوري د یادې لویې لارې اړوند د پلان شویو مهمو برخو چارې بشپړې شوې دي او پاتې کارونه به یې د راتلونکي کال د کاري پلان له مخې ترسره شي.

د سالنګونو لویې لارې څخه تېرېدونکي مسافر او موټرچلوونکي د یادې لارې د بیا رغونې له چارو خوښي څرګندوي او وایي، چې د پخوا په پرتله یې په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

بلخوا، د سالنګونو لویې لارې موظف پرسونل د لارې دوامداره ساتنه او څارنه ترسره کوي او د ژمي په موسم کې د واورې او کنګل پر مهال د مالګې او خاورې د شیندلو، د ځنځیر (چین) د تړلو د لارښوونو او د شپه‌ او ورځ ګزمو له لارې د مسافرو خوندیتوب تضمینوي.

د سالنګونو لویې لارې اساسي بیا رغونه به د هېواد د شمالي ولایتونو او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو او تجارتي توکو د خوندي او منظم لېږد رالېږد زمینه برابره کړي. د دې لارې د معیاري کېدو سره به د مسافرو ستونزې تر ډېره هوارې شي او خلک به وکولای شي په اسانه، خوندي او چټک ډول تګ راتګ وکړي.

9 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

وزیر فواید عامه ازجریان کار قطعه چهارم خط‌آهن خواف- هرات بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه‌ا.ا.ا، در ادامه‌ی سفر کاری خود به ولایات زون جنوب‌غرب کشور، پس از بازدید و ارزیابی شماری از پروژه‌های زیربنایی درین ولایات، به ولایت هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

کار قیرریزی سرک جلال‌آباد – تورخم آغاز و عملاً جریان دارد

کار اعمار اساسی لین دوم شاهراه جلال‌آباد – تورخم از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا با سکتور خصوصی قرارداد شده بود که اکنون عملاً جریان دارد.

این پروژه ۷۳ کیلومتر طول دارد و کار بخش‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

وزیر محترم فواید عامه از جریان کار اعمار سرک میل ۷۸ ابونصر فراهی بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در ادامه سفر کاری خویش به زون جنوب‌غرب کشور، در حالیکه وی را یک تیم تخنیکی همراهی می نماید، از جریان کار اعمار سرک میل ۷۸ – ابونصر. . .

BACK TO NEWS