د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ او د اوسپنې پټلۍ ملي انسټيټوټ هوکړه ليکونه لاسليک شول

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۲:۵۹
د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ او د اوسپنې پټلۍ ملي انسټيټوټ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ او د اوسپنې پټلۍ ملي انسټيټوټ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې لوى رئيس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمد يما شمس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرې ميرمن نديمه سحر سره د دغو دوو سکټورونو د همکاريو پياوړتيا او د انساني ځواک د پرمختګ په موخه د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ او د اوسپنې پټلۍ ملي انسټيټوټ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې لوى رئيس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمد يما شمس، دغه هوکړه ليکونه د هيواد د سړک جوړولو او د اوسپنې پټلۍ په سکټورونو کې د کارکونکو په ظرفيت لوړيدو او د زده کړو په برخه کې مهم ګام ياد کړ او زياته يي کړه، په دغه هوکړه ليکونو کې د دواړو لوريو مسووليتونه واضح او مشخص دي.

ښاغلي شمس وويل، د يادو انسټيټوټونو رامنځته کيدل له يوې خوا د سړک جوړولو او اوسپنې پټلۍ برخو کې د زده کړو، تجربې او کارموندنې زمينه برابروي او له بلې خوا هغه لګښت چې د اوسپنې پټلۍ ادارې په کارکونکو له هيواد څخه د باندې په زده کړو مصرف کيږي، هغه به داخل په هيواد کې مصرف شي او په ملي پانګه کې به سپما راغلې وي.

هغه زياته کړه، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ قانون پر بنسټ، دا اداره د اوسپنې پټلۍ انسټيټوټ په رامنځته کولو کې مکلفه ده او تراوسه ېې د دې ادارې ګڼ شمير کارکونکي د مسلکي زده کړو دورو د تيرولو او تجربو لاسته راوړلو په پار باندنيو هيوادونو ته ليږل شوي دي او اوسمهال هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکونکي په ازبيکستان هيواد کې د ليسانس په کچه زده کړې کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې ميرمن نديمه سحر، د دې دوو انسټيټوټونو هوکړه ليکونه د دغه دوو سکټورونو کارکونکو د ظرفيت او زده کړو د کچې په لوړلو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې فارغينو ته د کارموندنې او د درې واړو ادارو تر منځ په ګډه د همکاريو په پياوړتيا کې مهم وبلل.

هغې زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د اړتياو له مخې د مسلکي سکټورونو په ظرفيت لوړولو کې ځانګړې برنامې په لاس کې لري او په پام کې ده چې د دې درې واړو ادارو ګډه کميټه به د انسټيټوټونو د رامنځته کولو، د زده کړو نصاب او د سټنډرډونو مطابق به د زده کوونکو او د استادانو په ګمارنه کې کار کړي وکړي.

د دغه هوکړه ليکونو د لاسليک موخه، د طرفينو د منسوبيونو د زده کړو دې کچې ظرفيت لوړولو د ځانګړو فرصتونو رامنځته کول، د تخنيکي او مسلکي زده کړو په چوکاټ کې د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ تاسيس او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د قانون مطابق او د اوسپنې پټلۍ ادارې په چوکاټ کې د اوسپنې پټلۍ ملي انسټيټوټ رامنځته کول او تاسيس او همدارنګه د درې اړخيزه همکاريو پياوړتيا.

 

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

سرپرست وزارت فوایدعامه به ولايت کاپيسا سفر نمود

محترم الحاج ملا محمدعیسی ثانی، سرپرست وزارت فوایدعامه، بمنظور ارزیابی وضعیت سرک ها به ولایت کاپیسا سفر نمود که وی را در این سفر؛ محترم قاری احسان‌الله بریال والی این ولایت، رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۵۳
Background image

نشست هماهنگی درمورد تائيدی مسیرهای تعیین شده ای خط آهن بلخ – هرات و هرات - کندهار برگزار گردید

 نشست هماهنگی درمورد تائيدی مسیرهای تعین شده ای خط آهن بلخ – هرات و هرات – کندهار تحت ریاست محترم الحاج محمد عیسی ثانی سرپرست وزارت فوایدعامه ا.ا.ا با اشتراک معینان محترم ۹ وزارتخانه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۴
Background image

در ماه ثور از طریق خطوط آهن (۳۳۲۸۳۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز تا ختم ماه ثور سال ۱۴۰۴هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فواید عامه افغانستان (۳۳۲۸۳۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۲۴۷۰۴۲) تُن، بندر آقینه. . .

BACK TO NEWS