د غزنی ولایت د قرباغ ــ جاغوري سړک د جوړلو کار ۴۲ سلنه مخته تللی

د غزنی ولایت د قرباغ ــ جاغوري سړک د جوړلو کار ۴۲ سلنه مخته تللی
د غزني ولایت د قرباغ او جاغوري ولسوالیو تر منځ د غځېدلي سړک پروژه ۳۰،۳۷ کیلو متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري چې رغنیزې چارې یې ۴۲ سلنه پر مخ تللې او لا یې هم کار وران دی.
د دې پروژې تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوې چې د ۹۱۸ میلیونه افغانیو په بدل کې به ورغول شي او پیسې یې د افغانستان له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یاد سړک د کار له بشپړیدو سره به د اجرستان، مالستان، جاغوري، جغتو او قرباغ ولسوالۍ د غزني ولایت له مرکز سره ونښلي، سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړي او دغه راز به د یادو ولسوالیو په اقتصادي پراختیا کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د ټولګټو وزارت ـ کابل
لیندۍ ۱۷، ۱۳۹۹