د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ  څلورمې قطعې د لومړی فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي

kalim_admin
Tue, Jul 08 2025 12:30 PM
د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ  څلورمې قطعې د لومړی فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوې برخې یې د ایران هېواد اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک استیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او دا مهال ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.

څلورمه برخه يې دوه فازونه لري، چې لومړی فاز یې ۴۳ کیلومتره او دویم فاز یې د ۴۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د افغانستان د هرات ولايت صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې د  ټولګټو وزارت لخوا د یو قزاقستاني شرکت سره قرارداد شوي دي.

د یادې پروژې د زیربنايي (کیندلو او ډکولو) برخې ۹۶ سلنه او د ریل نصبولو چارې يې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.

په دغه پروژه کې  شاوخوا ۸۱ پايو پلګوټو او ۵ پايو لويو پلونو کار هم شامل دی چې له ډلې یې د ټولو پلګوټو او د ۳ لويو پلونو کار بشپړ شوی دی.

د يادې پروژې په لومړۍ برخه کې د مسافرو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه ۶ عدده د تګ او راتګ ځايونه په پام نيول شوي دي، چې رغنيزې چارې يې ۲۵ سلنه کاري پرمختګ لري او دغه راز د سوداګریزو توکو او مسافرینو د تخليې او بارګيرۍ او د اورګاډي د سبقت لپاره، په رباط پریان سیمه کې په عصري امکاناتو يو مجهز تمځای طرحه شوی، چې شاوخوا ۲۰ سلنه فزیکي کاري پرمختګ لري.

د یادونې وړ ده، چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي، د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیې د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن رالنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS