د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

kalim_admin
Sun, Aug 30 2026 3:50 PM
د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوسپنیزې لارې په برخه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې نوي ټاکل شوي عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، ته د نوموړي د ټاکنې له امله مبارکي وویله او د نوې ادارې د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.

همدارنګه، ښاغلي علیرضا بیکدلي وویل، چې یو شمېر ایراني او نور بهرني پانګوال لېوالتیا لري، څو د بلخ – هرات اوسپنیزې لارې په رغولو کې پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د خواف – هرات اوسپنیزې لارې څخه په میاشتني ډول شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره کېږي او دوی هڅه کوي، چې په راتلونکي کې دغه اندازه ۱۶۰ زره مټریک ټنو ته لوړه کړي.

د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د اوسپنیزې لارې په برخه کې د ایراني لوري له هر ډول همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دا مهال په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او موږ بشپړ چمتو والی لرو چې په یاده برخه کې د بهرنیو پانګوالو ملاتړ وکړو.

نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS