د ګردندیوال – چغچران سړک د دویمې برخې  رغنیز کار ۷۲ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
Sat, Dec 19 2020 1:16 PM
د ګردندیوال – چغچران سړک د دویمې برخې  رغنیز کار ۷۲ سلنه بشپړ شوی

د ګردندیوال – چغچران سړک د دویمې برخې  رغنیز کار ۷۲ سلنه بشپړ شوی

لیندۍ ۲۹، ۱۳۹۹

د ګردندیوال – چغران دویمه برخه سړک په میدان وردګو ولایت کې د ۶۰ کېلو متره اوږدوالي او ۱۱ متره پلنوالي په لرلو سره خځېدلی چې دا مهال یې رغنیزې چارې ۷۲ سلنه بشپړې شوې دي.

د دې پروژې تړون د څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصی ودانیز شرکت سره شوی او مالي لګښت یې د افغانستان حکومت له پراختیایې بودجې څخه ورکول کیږي.

یاده پروژه د ختیځ او لویدیځ دهلیز برخه ده، چې له بشپړیدو سره به یي مرکزي ولایتونه له یوبل او د هیواد له کړییز سړک سره ونښلي، همدارنګه به د میدان وردګو، بامیانو، دایکندي، غور او هرات ولایتونو اوسیدونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه ترې واخلي.

دا سړک به د سیمې د اوسیدونکو لپاره د کاري بوختیا رامنځته کولو سربیره، سیمه ییز پیوستون، منظم ټرانسپورټي سیستم او د هیواد د ختیځ او لویدیځ تر منځ  واټن را کم کړي.

د یادونې وړ ده، چې انځورونه د اوړي په موسم کې د پروژې د کار د وخت دي.

د ټولګټو وزارت – کابل

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS