د کاپیسا په حصه دوم ولسوالۍ کې د ۵.۶۶ کیلومتره سړک رغنیز کار ۶۰ سلنه پرمختګ لري

دا کانکریټي سړک، چې ۵.۶۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ په سید خان کلي کې جوړیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶۰ سلنه پرمختګ سره دوام لري.
د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د میر جی خیلو له سیمه ییزې شورا سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یادې پروژې د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه هم رامنځته شوي او خلک یې له پلي کیدلو څخه خوښ بریښې.
د دې سړک له جوړیدو سره به د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ اوسېدونکو ته ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي، د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو تر څنګ به؛ سوداګریزو مارکیټونو ته هم د خلکو لاس رسی د پخوا په پرتله اسانه شي.