ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۱۴
ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له ملت سره شریک شو.  
په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبدالکریم  فاتح او د یاد وزارت ویاند محترم محمد اشرف حق شناس ګډون کړی وو. 
د یاد کنفرانس په پیل کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، وویل: د کابل – کندهار لویه لار تېر کال د اساسي بیا رغونې په موخه په ۷ بېلابېلو برخو وېشل شوې وه، چې سږ کال د لا چټک کاري بهیر په موخه په ۱۳ برخو و وېشل شوه او دامهال یې کاري بهیر په چټکۍ سره جریان لري، په دغه لویه لاره کې ټول ټال له ۱۷۰۰ پایو ډیرو پُلګوټو او د ۴۸ پایې لویو پلونو د ترمیم او بیا رغونې کار هم شامل دی، چې د زیات شمېر پلونو او پُلګوټو کار بشپړ شوی دی او پاته نور یې تر کار لاندې دي.

 همدارنګه نوموړي و ویل؛ چې د لویو پروژو له ډلې څخه د سالنګونولویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار تیر کال له جبل السراج څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې په دریو لاټونو کې پیل شوی و، چې د تونل د ننه برخې، ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې او د خنجان – دوشي مسیر د ۵ کیلو متره سړک د اسفالټ اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاته برخو کار یې سږ کال په دریو برخو کې د دریو بېلابېلو شرکتونو سره قرارداد شوی چې دا مهال په چټکۍ سره جریان لري.
دغه محترم فاتح صاحب د وزارت د راتلو نکو پلان شوو پروژو( د قیصار – لامان سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د ۱۵۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د فغانستان حلقوي سړک یوې برخې او د کابل – جلال آباد دویم لین سړک) د اساسي رغونې یادونه هم وکړه، چې له سروې، ډیزاین او مالي لګښت له تمویل وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
محترم فاتح صاحب زیاته کړه؛ د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې معینیت په ۱۴۴۵ هـ.ق کال کې  د خواف- هرات د څلورمې قطعې اول فاز او د حیرتان - مزار شریف د ریلي او غیر ریلی برخو اساسي ترمیم پروژې قرارداد کړي دي چې دا مهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري او  د خواف - هرات د څلورمې قطعې دویم فاز د رغونې چارې په پلان کې لري.

ورپسې، د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ټولګټو وزارت د تیر کال د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او و یې ویل؛ ټولګټو وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق. کال کې د  ۶۰۴.۱ کیلو متره سړک ابتدایي سروې، د ۳۲۱.۶۵ کیلو متره سړک توپو ګرافي سروې، د ۹۷۷.۴ کیلومتره سړک  مشاهداتي سروې او د ۲۷ پایې پلونو  تخنیکي سروې ترسره کړې ده.

دغه راز یاد وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق. کال کې ۲۷۹.۴۸  کیلومتره سړک دیزاین، ۱۶۰  متره پلونه او ۴ پایې نورو پلونو ترمیماتي ډیزاین بشپړ کړی دی او د شاوخوا  ۲۴۴.۸  کیلومتره سړک ډیزاین تر کار  لاندې لري چې په اوسط ډول یې ۵۳.۳ سلنه کار بشپړ شوی دی .
دغه راز ټولګټو وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق (۱۴۰۲) کال کې ۱۰۹  د ساتنې او څارنې پروژو کار  پیل کړی چې د ۸۵ پروژو کار بشپړ شوی او د پاتې ۲۴ پروژو کار جریان لري، چې د ۱۶۹۸ کیلومتره اسفالټي سړک د ترمیم او داغګیرۍ کار یې بشپړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه؛ چې ټولګټو وزارت تېرې ادارې یو شمېر پروژې لکه؛  د فرخار - ورسج سړک لومړی فاز او لومړۍ برخه ۱۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا د خصوصي سکټور سره قرارداد شوی و او د رغونې چارې یې ۱۰۰٪ بشپړ شوې دي.
په نیمروز ولایت کې د سر شیلې ۳۰۰ متره پل رغنیزې چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د ګریز – زرمت  ۱۰ کیلو متره سړک رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او کار یې عملاً جریان لري.
د ګردیز – زرمت دویم سکشن  ۱۰ کیلو متره سړک رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي او دامهال یې د بیا رغونې کار جریان لري.
د کابل – لوګر لویې لارې دویم لین ۲۴.۱۵ کیلومتره سړک د رغونې کار له ودانیز او سړک جږړږنې شرکت سره  قرارداد شوی دی چې دا مهال د بیارغونې چارې عملاً جریان لري.

همدارنګه د ټولګټو وزارت ویاند د کنفرانس په پای کې و ویل؛ ټولګټو وزارت پلان لري چې  دامیر المؤنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې  ۷۵ محرابه مسجدونه ورغوي، چې دغه مساجد په ۳ جریبه ځمکه کې رغول کیږي او په یو وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کونکو( په جلا توګه  ۱۷۰ نارینه لمونځ کونکي او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کونکي) پکې ځایږي.
دغه وزارت روان هـ . ش کال د میدان وردګو ولایت اړوند د سید آباد ولسوالۍ مسجد، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ مسجد، د غرني ولایت د آب بند ولسوالۍ جومات د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ جومات او د زابل ولایت د قلات ولسوالۍ جومات رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد کړي دي او  دغه راز یې تیر کال د کندهار ولایت اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې  ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړې وې  چې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري.

د دغه خبري کنفرانس په پای کې د خبریالانو او رسنیو د استازو پوښتونو ته په تفصیل سره ځواب ورکړل شو. 
 

Documents

ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۵۳
Background image

نشست هماهنگی درمورد تائيدی مسیرهای تعیین شده ای خط آهن بلخ – هرات و هرات - کندهار برگزار گردید

 نشست هماهنگی درمورد تائيدی مسیرهای تعین شده ای خط آهن بلخ – هرات و هرات – کندهار تحت ریاست محترم الحاج محمد عیسی ثانی سرپرست وزارت فوایدعامه ا.ا.ا با اشتراک معینان محترم ۹ وزارتخانه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۴
Background image

در ماه ثور از طریق خطوط آهن (۳۳۲۸۳۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز تا ختم ماه ثور سال ۱۴۰۴هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فواید عامه افغانستان (۳۳۲۸۳۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۲۴۷۰۴۲) تُن، بندر آقینه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۶
Background image

سی‌وپنجمین اجلاس مجمع منطقه‌ای راه‌آهن کشورهای خاورمیانه در ایران برگزار شد

 

 سی‌وپنجمین اجلاس مجمع منطقه‌ای راه‌آهن کشورهای خاورمیانه (UIC RAME) با حضور مقامات ارشد کشورهای عضو و نمایندگان اتحادیه بین‌المللی راه‌آهن‌ها به میزبانی جمهوری اسلامی ایران برگزار. . .

BACK TO NEWS