د خاص ارزګان – ترینکوټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Thu, Feb 12 2026 11:09 AM
د خاص ارزګان – ترینکوټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان – ترینکوټ سړک لومړي لاټ د اساسي رغونې  چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارزګان ولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي باري ګل طالب، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي ادم جان نعماني او شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پيل شوې.

دغه سړک د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ له مهر آباد کلي څخه پیل د یاد ولایت تر خاص ارزګان ولسوالۍ پورې رسیږي، چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په اوږدو کې یې د ۱۱ پایو پلونو او ۱۴۶ پایې پلګوټو د رغونې چارې هم شاملې دي.

د دغې پروژې رغنیزې چارې به د ٢٦ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شي.

 د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې پر یاد مسیر د مسافرینو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

.

5 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS