په نیمروز ولایت کې په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت د مسؤليتونو تر عنوان لاندې مشورتي غونډه ترسره شوه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۵۳
په نیمروز ولایت کې په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت د مسؤليتونو تر عنوان لاندې مشورتي غونډه ترسره شوه

 په دغه غونډه کې د نیمروز ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي جان محمد بدري هم د یاد ریاست دلاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په لاندې ډول دي.

د اسلامي امارت له فتحې څخه تر دې مهاله

د یاد ولایت په سرشیله ولسوالۍ کې د ۳۰۰متره په اوږدوالي سره د ۲۳۱۲۳۳۱۸۴ افغانیو په ارزښت د یو پایه اوسپنیز کانکریټي پل رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ هـ ش کال په جریان کې د زرنج – دلآرام پر مسیر د (۱۷۶۰۸۲۱۷,۳۰) افغانیو په ارزښت د ۱۱۷ ویجاړو شویو ساحو ترمیم او بیارغونه او پر یاد مسیر د ۲۱ پایو نویو پلګوټو رغونه.

د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هـ ش کال په اوږدو کې د  (۲۵۴۹۹۷۴۹,۶۵) افغانیو په ارزښت د زرنج دلآرام پر مسیر د ۹۵ تخریب شویو ساحو ترمیم او بیارغونه، د ۱۵ پایو نویو پلګوټو رغونه، د ترافیکي علایمو نصبول، د اسفالټي سړک پینه کاري، د چګیني په سیمه کې د لوړټناژ تلې (ترازو) ساحې کانکرټول او د ۳ پایو سیارو کانکسونو خریداري ترسره شوې ده.

د چخانسور ولسوالۍ د بازار په شمالي برخه کې د یو پایه ۲۰ متره نوي پل او ۴۳۷ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ۲۰۶۹۰۴۴۱,۸۰ افغانیو په ارزښت جریان لري.

په دلارام ولسوالۍ کې د یو باب تلې (ترازو) لپاره د تعمیر ودانیزې چارې د (۲۲۵۲۲۱۲,۱۶) افغانیو په ارزښت جریان لري.

د مرز له ساحې څخه د ۳۰ متره حلقوي سړک تر پیل پورې د ابریښم پل سړک د پراخوالي پروژه د نیمروز ولایت په مالي لګښت او د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ پرمټ بشپړه شوه.

د چګیني لوړ ټناژ تلې عواید په میاشتني ډول ۵۰۰۰۰۰ افغانیو او د همدې ولایت د خاشرود ولسوالۍ په پل غرغري سیمه کې د نوې فعاله شوې تلې عواید په مایشتني ډول شاوخوا سل زره افغانیو ته رسیږي.

په نیمروز ولایت کې په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت د مسؤليتونو تر عنوان لاندې مشورتي غونډه ترسره شوه

د دلارام ولسوالۍ د دلارام پل په ختیځه برخه کې د یوې پایې تلې میاشتني عواید ۱۵۰۰۰۰۰ افغانۍ دي.

د دغرغري کمپ په ساحه کې د یو پایه کرش پلانټ او یو پایه قیر پلانټ غیر فعاله دستګاه ګانو فعالول د یو میلیون افغانیو په ارزښت چې په میاشتنۍ بڼه ۶۵ زره افغانیو کرایه تر لاسه کوي.

د زرنج – دلارام پر مسیر  ۳ محرابه مسجدونه پلان شوي دي چې په هره ۷۰ کیلومترۍ کې یو باب مسجد رغول کیږي او د هرمسجد لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې د منار او کوتلک ترمنځ په ساحه کې د  (۳۴۴۷۰۰۲۲,۶۶) افغانیو په ارزښت د یو محراب مسجد د رغونې چارې جریان لري.

د دلارام، خاشرود او چهاربجک ولسواليو د تلو لپاره د نهو جريبونو ځمکې منظورېدل او تسليمي.

د کنګ ولسوالۍ ۲۴ کيلو متره سړک جغلرېزي او هموارول د ۵۵۰۰۰۰ (پينځ‌سوو‌پنځوس‌زره) افغانيو په ارزښت.

د روانو رېګونو د پاکارۍ پروژه چې د زرنج-دلارام په لويه لار کې د (داکو خواجه ،سيرجوي د آنتنو له سيمې او د ابرېشم د پله)د سيمونه همدارنګه د چهاربرجک د ولسوالۍ په سړک د خوابګاه له سيمې او د بند کمالخان له شاوخواوو نه د ۹۰۰۰۰۰۰ افغانيو په ارزښت ترسره شوې ده.

درۍ ارادې ډمټرک موټر، يو اراده اکسکواتور، يو اراده لوبيت(کفی) او يو اراده غلتک د بادغیس ولایت له الفاروق قول‌اوردو غوښتل شوي دي او وروسته د تسليمۍ نه هرات ولايت ته ليږدول شوي دي او بيا د نيمروز ولايت د سړکونو د ترميم لپاره ياد ولايت ته راوړل شوي دي.

دکندهارولايت قول اردو  څخه يو (۱) عراده لوډر يولسم  نمبر کرش پلانت ته انتقال شوی تر څو د روانو ریګونو ساحی  په  ياده  سیمه  کې  پاک کاري  کړي او د تیرو  دوو کالونو راهيسي هلته  فعاليت لري.

د زرنج دلارام لویې لارې ۱۲ کیلومتره سړک د خط اچونی او ګاردریل مقدماتی سروې ترسره شوې ده او اسناد يې د ټولګټو محترم  وزارت ته استول شوي دي.

د دلارام ولسوالۍ زاړه پله  ته څېرمه د نوي (۳۰۰) متره پل او سرک سروې، برآورد  او ډیزاین دا مهال جریان لري.

د کنګ ولسوالۍ ۱۲ کیلومتره سړک مقدماتي سروې او دیاد سړک د اسفالت پشنهاد ترسره کول د ټولګټو محترم وزارت د هدایت په اساس.

د چخانسور ولسوالۍ ۲۰  کیلومتره سړک مقدماتي سروې او دیاد سړک د اسفالت پشنهاد ترسره کول د ټولګټومحترم وزارت د هدایت په اساس.

9 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

معین خط‌ آهن وزارت فواید عامه ا.ا.ا در رأس یک هیئت، به منظور گسترش همکاری‌های ریلی به کشور ایران سفر نموده

محترم الحاج مولوی محمد اسحاق صاحب‌ زاده، معین خط آهن وزارت فواید عامه، در رأس یک هیئت عالی رتبه ا.ا.ا، که در ترکیب آن محترم مولوی عبدالرحمن قانت، معین برنامه‌ها و پالیسی وزارت معادن و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

گام مهم دیگری به سوی رشد اقتصادی و توسعه شبکه ترانسپورتی کشور کار قیرریزی سرک کنر – نورستان آغاز شد

وزارت فوایدعامه ا.ا.ا به منظور توسعه شبکه ترانسپورتی کشور و وصل نمودن مناطق دوردست، کار قیرریزی سرک کنر – نورستان را از سمت ولایت نورستان به سوی ولایت کنر آغاز نمود که گام مهمی در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

دو تن از روئسای وزارت فواید عامه تغییر و تبدیل شدند

به اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۸۱۴۶) مورخ (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) مقام عالی ریاست‌الوزرا ا.ا.ا، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی که قبلاً به حیث رئیس ریاست مدیریت پروژه‌های این وزارت ایفای. . .

BACK TO NEWS