داوطلبۍ ته د بیاځلې بلنې خبرتیا - د ۶ تأسیساتي اطاقونو د اجارې ورکولو د پروژې خبرتیا

kalim_admin
اعلان مجدد دعوت به داوطلبی- اعلان پروژه اجاره‌ دهی ۶ اطاق تأسیسات

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند د ۲۷۱.۷۹ متر مربع ځمکه د ۶ تأسیساتي اطاقونو پروژه، چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د دوشاخ په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، کولای شي د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، د شرطپاڼې سکن ترلاسه کړي او د یادې ځمکې لپاره خپله اغېزمنه، اقتصادي او د تطبیق وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې، د پنجشنبې په ورځ، د سهار تر (۱۰:۰۰)بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه وسپاري.

که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.

یاده طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱- د اطاقونو د استفادې د موخې او ډول روښانه تشریح.

۲- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۳- د اجارې موده؛ محترم داوطلب باید د خپلې طرحې په متن کې د اجارې موده، چې یو کال ده، په واضح ډول ولیکي.

۴- میاشتنی کرایه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په مشخص او مستدل ډول وړاندې کړي او مبلغ یې هم په څرګند ډول ذکر کړي.

۵- د ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلب لپاره لازمي ده.

د مزایدې او طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱، د سهار (۱۰:۰۰) بجې

د اجرا تضمین: بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندیز شوې یو کلنې کرایې معادل مبلغ د بانک ګرنتۍ په بڼه د اجرا د تضمین په توګه وړاندې کړي.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادې مزایدې او د طرحو د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه وخت او په همدې اعلان کې په درج شوي ځای کې ترسره شي.

10 months 3 weeks ago

.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره‌ دهی دو قطعه موازی زمین مازاد ملکیت وزارت فوایدعامه واقع ولایت کندز

 به اطلاع عموم داوطلبان محترم رسانیده می‌شود که وزارت فواید عامه در نظر دارد موازی (3412) متر مربع در شمال شرق و(2362،6) متر مربع در شمال غرب واقع جواریل پل چهاردره  زمین مازاد ملکیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۴۲
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه و تدارک 30 قلم مواد اعاشوي مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگها بابت سال مالی 1405

وزارت فواید عامه از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی (پروژه تهیه و تدارک 30 قلم مواد اعاشوي مورد ضرورت سال مالی 1405 ریاست حفظ و مراقبت سالنگها) دارای . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه و تدارک 29 قلم پروزه جات مورد ضرورت ریاست تنظیم امور ترازوها بابت سال مالی 1405

وزارت فواید عامه از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی (پروژه تهیه و تدارک 29 قلم پروزه جات مورد ضرورت سال مالی  1405ریاست تنظیم امور ترازوها ) دارای نمبرتشخصیه M . . .

Back to tenders