د زرغون ښار ـ وازه خواه د دویم فاز لومړي لاټ سړک د جوړولو کار ۵۸ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۱:۳۶
د زرغون ښار ـ وازه خواه د دویم فاز لومړي لاټ سړک د جوړولو کار ۵۸ سلنه کاري پرمختګ لري

دا سړک چې د پکتیکا ولایت د زرغون ښار او وازه خواه ولسوالیو ترمنځ غځیدلی، ۱۱ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره عمومي پلنوالی او یوه پایه ۶۴ متره پُل، په بېلابېلو اندازو کې ۲۷ پایې پُلګوټي لري او همدارنګه ۳۳۸۰ متره د سړک ډبرینو لښتو په درلودلو سره جوړیږي. د یادې پروژې د جوړیدو تړون د څه باندې ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی، چې تر دې مهاله یې رغنیز کار ۵۸ سلنه پرمختګ لري. دیاد سړک د کار له بشپړیدو سره به د زرغون ښار او وازه خواه ولسوالیو د اوسېدوونکو ټرانسپورټي ستونزې هواري او د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې سره به ونښلول شي، همدارنګه به د پکتیکا ولایت مرکز ته د کرنیزو محصولاتو په لېږد کې اسانتیا رامنځته شي او د موټرو کرایه به ورسره ټيټه شي، پردې سربیره د یاد سړک د رغنیز کار پرمهال د سیمې د اوسېدوونکو لپاره ۲۰۲۲ کاري ورځي رامنځته شوي، چې د کار له بشپړیدو ورسته به ترې ۱۳۴۸ تنه په مستقیم ډول ګټه واخلي. د ټولګټو وزارت ـ کابل

9 months 1 week ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

دو تن از روئسای وزارت فواید عامه تغییر و تبدیل شدند

به اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۸۱۴۶) مورخ (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) مقام عالی ریاست‌الوزرا ا.ا.ا، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی که قبلاً به حیث رئیس ریاست مدیریت پروژه‌های این وزارت ایفای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

وزیر فواید عامه از بخش‌های مختلف شاهراه سالنگ ها بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در حالی که شماری از رؤسا و انجینران تخنیکی این وزارت وی را همراهی می نمودند، به ولایت‌های میدان وردک، بامیان، بغلان و پروان سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

وزیر فواید عامه از جریان کار بخش‌های مختلف سرک دوشی – بامیان بازدید نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در حالی که شماری از رؤسا و انجینران تخنیکی این وزارت وی را همراهی می نمودند، به ولایت‌های میدان وردک، بامیان و بغلان سفر نموده و. . .

BACK TO NEWS